https://www.mahasib.com
ضروری
نمایش بیشتر...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
لېوال® محاسب™
لېوال محاسب د اداره کولو، حسابدارۍ، لوژيستکي، کاروبار اسانه او بريالى کولو يو نوى عصرى ووريز يا کلوډ کمپيوټري پروګرام دى. لېوال محاسب د اداري کتابونو پاڼو ته ورته جوړښت جوړشوى، ټول سيسټم د ونې په څېر ښاخ پر خاښ کار کوي چې محاسبه، اداره او توکو مديريت د کتابچو په څير ساده او اسانه کوي. د سوداګرۍ او حکومتولۍ کې ادارې، مالي ،توکو مديريت او په ليکه خپرولو ننګونې له منځه وړي.
ګڼ ځايز، ګڼ پيسيز، ګڼ چاروال،ګڼ کمپنيز د وورو پر بنسټ او ځنځريزتړاو ( بلاکچين) سمبال، تسديو ادارې سيسټم پروګرام دى چې د کمپيوټر، ويب، ځيرکو ټلېفونو او نورو الو له لارې د کارولو وړ دى. کولاى شئ پمرسته يې خپل پورټل يا ويبځاى د خپل ډومين سره يا لېوال_پنل په مرسته ويبځاى جوړولو، ساتلو او اداره کولو او لاندې چارې ترسره کړئ:
خرڅلاو، تنخواوې، محاسبات، مديريت، ګمارنې، ويش، مالونه، موجودي، اداره، ګدام، پيداور، لوژستيک، تدارکات، دندې مديريت کول، توک مديريت کول ، برېښسوداګري او نور ډېر څه.
د هرې چارې يا کار د ترسره کولو د مديريت او څار لپاره ډشبورډ او کړنلارې. شپه او ورځ د سمبالولو او کارو لپاره پليکه مرستې او لارښوونې په هرې برخې د جوړونې يا صنعت، کاروبار او اداره کې د کارېدنې وړ. ستاسې د ځانګړي کار، جوړنې، کاروبار او ادارې کې د کارولو لپاره د لېوال محاسب ماډلونه ورګورئ، لېوال ژمن دى چې تاسې سره مرسته وکړي چې لېوال محاسب ستاسې د خوښې په کار، جوړونې، سوداګرۍ، کاروبار او اداره لپاره برابر کړي.

دولتي او خيريه ادارې کولاى شئ د لېوال محاسب اسانتياوې د تړون لمخې د لګښتونو يا عايداتو د ١٪ په اداکولو سره ترلاسه کړي. کاروبارونه ويبځاى کې اسانتياوې وګورئ يا اړيکه وکړئ.
د محاسب اړوند کاروباري کارونې

کور ٣، سړک ٨ الف، (ليوال) ښارنو، کابل، افغانستان.
0